په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) چارواکو نن پنجشنبه، د وری په ١٤مه د دغه سازمان په ایکس پاڼه کې ولیکل: تیر کال په افغانستان کې له ۹ میلیون څخه زیاتو خلکو د ژوند ژغورنې مرستې ترلاسه کړې.
دغه سازمان لیکي چې د افغانستان خلک د دوی د ټولو فعالیتونو په محراق کې دي.
د خوړو نړیوال سازمان زیاته کړه: په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو څخه اته یې کافي خواړه نشي اخیستلی، او له هرو څلورو کورنیو څخه درې یې اړ دي چې د اساسي خوړو د اخیستلو لپاره پور واخلي.
د ایرنا په وینا، د خوړو نړیوال سازمان مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د حیاتي مرستو او فعالیتونو د ساتلو لپاره په بیړني ډول ۵۵۵ ملیون ډالرو ته اړتیا لري.
د پیغام پای/
Your Comment